پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه
نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ياد پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو او چمنونو رغونې پروژه، د يوه محفل په ترڅ کې، د ياد پوهنتون رهبرۍ په حضور کې پرانيستل شوه.
د يادې پروژې پرانيستې پر مهال د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دغې پروژې بشپړوالی د روزنيز چاپېريال ښهوالي او د استادانو او محصلانو لپاره د غوره فضا رامنځ ته کولو په برخه کې گټور وباله او ويې ويل چې د دې پروژې په تطبيق سره به د پوهنتون يو شمېر ستونزې حل شي. نوموړي قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې د پروژې کارونه له ټاکل شويو معيارونو سره سم پر خپل وخت پای ته ورسوي.
د غونډې په ترڅ کې د پوهنتون د مالي او اداري معاونيت اړوند د تدارکاتو آمر محمد موسی محمدي د ياد قرارداد په اړه معلومات وړاندې کړل او همداراز د قراردادي شرکت مسؤل ژمنه وکړه چې ټول کارونه به پر خپل وخت د کميت او کيفيت له پلوه په معياري ډول سرته ورسوي.
د يادونې وړ ده چې د په دغه پروژه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي او د ليليې ودانيو سړکونه، پلې لارې او گلدانونه، د سړک غاړې څراغونه، چمنونو جوړول او ځينې نورې برخې شاملې دي، چې مالي لگښت يې د لوړو زدهکړو وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي.
