کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مراحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۲
SJAU

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(500) گډونوالو فاضلانو څخه د ازموینې په اخیستلو سره نن ورځ رسماً پای ته ورسېده.

د پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن د دې ازموینې بهير په بريالي ډول پای ته رسېدو په برخه کې؛ له لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، د يادې ازموينې مديره هيئت، نگران علماءکرامو، امنيتي مسؤلينو او مجاهدينو څخه مننه وکړه چې په زيار او هڅو يې په دې ولايت کې د ۱۴۴۶ هـ. ق کال د دیني مدارسو کلنۍ ازموینه په شفاف ډول او د امن په فضاء کې پرته له کوم ځڼډ او خڼډ څخه پای ته ورسېده.

له مرکز کابل څخه راغلو اعلی نگرانانو: مولوي سيد رحمن انصاري او مولوي احمدگل منهاج؛ په ښه ډول د دې ازموینې په ترسراوي کې پوهنتون د رهبرۍ او د اړوندو مسؤلينو له هلو ځلو څخه مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس له مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له مرستيالانو او د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه. په پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس اړوندو مسؤلينو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۹
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې د کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د علومو اکاډمۍ غړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د اند علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې. . .

BACK TO NEWS