د پوهنتون عمومي رئيس له مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۳:۵۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له مرستيالانو او د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه. په پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس اړوندو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې په پوره اخلاص او صداقت سره خپلې چارې مخکې يوسي او يو له بل سره پوره همکاري او ښه همغږي ولري. په ياد ناسته کې له اړوندو ادارو سره د لاسليک په موخه د هوکړه‌ليکونو پر نهايي کولو، د حاضرۍ پر پابندۍ، د محصل ژمن‌ليک پر پلي کېدو او په نورو بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۴۸
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS