د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۱۲
SJAU

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د کيفيت د تضمين او لوړوالي له معيارونو سره څومره سمون لري. په همدې تړاو، د لوړو زده کړو محترم وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست، د پوهنتونونو د کيفيت د تضمين آمريت له لوري د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې د دوره‌يي بياکتنې (PPR) راپور فیډبک پوهنتون ته را استول شوی دی چې له نېکه‌مرغه، ياد راپور مثبت ارزول شوی او د څانګې د علمي او نورو چارو د لا ښه‌والي په موخه يې لاندې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي:

  1. په ياده څنګه کې دې په دوامداره توګه دې د استادانو او محصلینو د تحقيق اړوند ظرفيت لوړونې ورکشاپونه او سيمينارونه ترسره شي.
  2. ياده څانګه دې د استادانو او محصلينو له پاره اخلاقي اصولو پاليسي له ځان سره ولري او استادانو او محصلينو ته دې ابلاغ کړي.
  3. ياده څانګه دې د خپلو محصلينو د علمي وړتيا لوړولو له پاره علمي سيرونه زيات کړي.
  4. ياده څانګه دې بايد د مربوطه پوهنځي له لوري په کلني ډول وارزول شي.
  5. يادې څانګې دې د نويو محصلينو د جذب له پاره د عامه پوهاوي سيمينارونه په ټولنه کې زيات کړي.
  6. يادې څانګې له پاره دې د اړتيا وړ تحقيقاتي فارم جوړ شي، تر څو محصلین ورڅخه د علمي سویې لوړولو کې استفاده وکړي.
  7. د يادې څانګې محصلينو ته دې د عملي کارونو او مسلکي تجربو د ترلاسه کولو فرصتونه زيات شي.
  8.  په ياده څانګه کې دې د تدريس پر مهال د برېښنا، انټرنېټ او نورو اړينو تدریسي وسايلو شتون ته پاملرنه وشي.
  9. استادانو ته دې د (OBE-SCL) روشونو د لا ښه والي له پاره ورکشاپونه داير شي.
  10. پوهنتون دې د محصلینو د اړتيا سره سم د يادو څانګو اړوند کتابخانې او لابراتوارونو په غني کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
  11. استادان دې خپلو څېړنيزو پروژو ته وده ورکړي.

د مهالنۍ بيا کتنې پورتنی فيډبيک له اړوند ذيربطو ادارو سره شريکېږي، تر څو د سپارښتنو د تطبيق بهير وڅارل شي او د اړتيا په صورت کې لازم اقدامات ترسره شي.  ان شاء الله د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې آمريت او استادان هم ژمن دي چې د يو منظم او عملي پلان له مخې خپلې اړوندې سپارښتنې عملي کړي او د څانګې د علمي، اکاډميک او مسلکي پرمختګ لپاره خپلې ټولې شته وړتياوې او امکانات په کار واچوي.

د يادې څانګې لنډه پېژندنه

د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګه د کرنې پوهنځيو له مهمو او بنسټيزو څانګو څخه ګڼل کېږي چې د هيواد د پوهنتونونو په چوکاټ کې د ليسانس په کچه محصلينو ته تدريس کېږي. يادې څانګې په ۱۳۸۹ هجري شمسي کال د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې د پوهنتون د تأسيس سره سم په اکاډميک فعاليت پيل وکړ.  دغه څانګه د ګڼو طبيعي سرچينو لکه ځنګلونو، څړځايونو، وحشي ژويو د ساتنې او همدارنګه د نباتي پوښښ د رامنځته کېدنې او مديريت په مرسته د طبيعي ځنګلونو د محصولاتو ډېرېدنې او په ټوله کې د طبيعت د نظام او چاپيريال د تعادل ساتنې په برخه کې مسلکي کادرونو د روزنې په موخه تأسيس شوې ده. اوسمهال ياد ديپارتمنت په مجموعي ډول څلور (۴) تنه کادري غړي لري چې د يادې څانګې د تدريس چارې پر مخ وړي، چې له استادانو د جملې څخه دوه تنو د هندوستان هيواد څخه او يو تن د ايران هيواد څخه ماستري بشپړه کړې ده. ياده څانګه د لوړو زده کړو وزارت لخوا تاييد شوی د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت کريکولم تدريسوي او د کريديت سيستم مطابق د ليسانس څلور کلنه تحصيلي دوره لري چې د دغې دورې دوه لومړني کلونه عمومي او دوه وروستي کلونه یې ديپارتمنت اړوند مسلک لپاره اختصاصي دي. د یادې څانګې د نصاب او درسي مفرداتو په ترتیب کې د نړی او سیمې د غوره پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو له تحصیلي نصابونو څخه ګټه اخیستل شویده.  ياد ديپارتمنت تر دې دمه  يوولس دورې فارغان چې شمير يې ۳۳۲ تنو ته رسيږي د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کړي.

د څانګې لرليد

د ځنګلپوهنې او طبیعي سرچینو لیسانس برنامه به د افغانستان او سیمې په کچه د ځنګلونو، ساتل شویو سیمو، څړځایونو، وحشي ژویو او نورو طبیعي سرچینو د پایداره مدیریت په برخه کې تدريس او څېړنو له لارې یو غوره تحصیلي بنسټ وي.

د څانګې ماموريت

د ځنګلپوهنې او طبیعي سرچينو په برخه کې د زده کړې، تدريس او څېړنو ترسره کول، او په اړوند برخه کې د ټولنې د ودې او پراختيا په موخه په اسلامي روحيه سمبال، ژمن او باکفايته کادرونو ته د ليسانس په کچه روزنه ورکول.

د څانګې ارزښتونه

  1. د اخلاص، پرهیزګارۍ او د عباداتو د ترسره کولو د روحیې پیاوړي کول
  2. مسلمانو، دیندارو او مسلکي کادرونو روزنې ته پاملرنه کول چې اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي
  3. اسلامي شعایرو (نښو نښانو)، ملي او دیني ارزښتونو په نظر کې نیول او ورته قدر او درناوی درلودل
  4. د اسلامي ورورولۍ، یووالي، خواخوږي، رحم، خدمت وړاندې کولو او یو بل ته د مقابل احترام او قربانۍ د روحیې پیاوړي کول
  5. د دیني او عصري علومو په منځ کې د برابرښت او د دینی صداقت او دنیوي او عصري اړتیا په اساس د روحیې مظبوط والی او پیاوړتیا
  6. د اوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره د طبیعي سرچینو پایښت لرونکې کارونې او مدیریت ته ژمنتیا
  7. په ټولو اکادمیکو، څیړنیزو او مدیریتي کړنو کې د اخلاقي کړنو، رښتینولۍ او حساب ورکونې معیار ساتل
  8. د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د پرمختګ لپاره د ملي او نړیوالو سازمانونو سره د مشارکت او همکارۍ وده

د څانګې موخې

  1. د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچینو په برخه کې د متخصصو، مسلکي او فني کادرونو روزل
  2. د ځنګلونو د احداث، ساتنې، بيا رغوني او پراختيا له نويو سيستمونو او ټکنالوژي سره بلدتیا او ترويجول
  3. د هېواد په کچه د بیولوژیکي تنوع د ساتنې له پاره د نویو سیستمونو پيژندنه او ګټه اخيستنې سره بلدول
  4. د ځنګلونو د اصلي او فرعي محصولاتو څخه د ګټې اخېستنې په موخه د نویو میتودونو او ټکنالوژۍ سره د محصلينو بلدول
  5. د هېواد د ځنګلونو او طبيعي سرچینو په برخه کې د څېړنو او سروی ګانو ترسره کولو په موخه د نويو میتودونو پيژندل
  6. د هېواد په کچه د ایکوټوریزم ساحو پيژندل
  7. د هېواد او نړۍ په کچه د چاپیریالي ستونزو، لاملونو او حل لارو په برخه د کادرونو روزل
  8. د تدريس، څيړنو او ليکنو له لاصلي ټولنې ته د ځنګلونو او طبيعي سرچینو د ساتنې، تنظيم او ګټه اخيستنې په برخه کې د نوې او عصري ټکنالوژۍ پيژندنه

د څانګې متوقعه پايلې

  1. په عملي ساحه کې د ځنګلونو مديريت مېتودونو تطبيقول
  2. چاپېريالي شرايطو ته په کتو سره د ځنګلونو د احداث او بيا رغونې برنامو تطبيقول
  3. د علمي څېړنو او له هغو څخه د لاسته راغلو ارقامو او اطلاعاتو تجزیه او تحليلول
  4. په ملي او نړيواله کچه د ځنګلونو او چاپيريالي ستونزو حلول
  5. د هېواد له طبيعي سرچينو څخه د پايداره ګټې اخيستنې د اصل پر بنسټ ګته اخيستل
  6. د بيولوژيکي تنوع (ژوند بڼو) د ساتنې او مديريت له پاره طرحې جوړول
  7. د آبرېزو (واټرشېډونو) طرح او مديريت کول

د څانګې تشکيل

دنده

علمي رتبه

دزده کړو رشته

تحصيلي درجه

نوم

ګڼه

د څانګې امر

پوهنمل

ځنګلپوهنه

ماستر

شاهدالله امن

۱

استاد

پوهنمل

ځنګلپوهنه

ماستر

محيب الله صافی

۲

استاد

پوهنيار

ځنګلونه او طبيعي سرچينې

ماستر

سيد رحمت الله ساداات

۳

استاد

نوماند پوهنيار

ځنګلپوهنه او طبیعي او سرچينې

ليسانس

طارق صافی

۴

د څانګې کاري ساحه

ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو څانګې کاري ساحه د ځنګلونو، څړځایونو، وحشي ژوو، طبي بوټو، اوبو سرچینو، ساتل شويو سيمو، ملي پارکونو، حیاتي تنوع او نورو طبيعي سرچینو ساتنه، احیا، رغونه، پراختیا، ارزونه او دوامدار مدیریت رانغاړي. د دې څانګې فارغان او مسلکي کادرونه کولای شي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او اړوندو ادارو، چاپېریال ساتنې او اراضۍ ادارو، پوهنتونونو، مسلکي زده‌کړیزو بنسټونو، شنې قطعې، خصوصي سکتور، ملي او نړیوالو مؤسسو او د طبيعي سرچینو د مدیریت په برخه کې په نورو اړوندو ادارو کې د مسلکي او تخصصي کادرونو په توګه دندې ترسره کړي. همدارنګه، د دې څانګې کاري ساحه د طبيعي او مصنوعي ځنګلونو رامنځته کول او مدیریت، د څړځایونو تنظیم او رغونه، د وحشي ژوو او حیاتي تنوع ساتنه، د اوبو او آبرېزو مدیریت، د ایکوسیستمونو بیا رغونه، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو ارزونه او د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره علمي څېړنې او سروې‌ګانې هم په کې شاملې دي. د عصري ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول د ریموټ سینسنګ او جي‌ای‌اېس، په کارولو سره د ځنګلونو او طبيعي سرچینو ارزونه، څارنه، نقشه جوړونه او مدیریت هم د دې څانګې له مهمو کاري برخو څخه ګڼل کېږي، چې په پایله کې د طبيعي سرچینو د دوامدارې ګټې اخیستنې، د چاپېریال ساتنې، د ایکولوژیکي توازن د پیاوړتیا او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره اغېزمنه ونډه اخلي.

د څانګې څخه د فارغ التحصيل روښانه تعريف

د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو برنامه د هيواد د کرنې پوهنځيو د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو څانګو، د کرنې مسلکي انستيتوتونو، د کرنې مسلکي ليسو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزارت د ځنګلونو او طبيعي منابعو اړوندو رياستونو، د ځنګلونو او طبيعی منابعو په برخه کې د خصوصي سکتور، د ځنګلونو او طبيعي منابعو اړوند ملي او نړيوالو مؤسساتو، چاپيريال ساتنې او اراضۍ ادارو او داسې نورو لپاره د مسلکي او تخصصي علمي کادرونو د روزنې په منظور تاسیس شویده، نو په دې اساس فارغ التحصيل شخص د ورځني پروګرام په څلور کلونو (۸ سمسترونو) او د شپې پروګرام په پينځه کلونو (۱۰ سمسترونو) کې د (۱۴۵) کریدیتونو په پوره کولو سره د لیسانس دورې څخه فارغ التحصیل ګڼل کیږي، او د پوهې، مهارت او سلوکو په برخه کې د لاندې شرایطو لرونکی وي:

  1. د پوهې په برخه کې: د لیسانس په کچه د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو پروګرام یا برنامې فارغ التحصیل به وکولی شي چې د ځنګلونو او طبيعي منابعو تنظيم او د هغې څخه د معقولې ګټې اخيستنې، د طبي بوټو توليد، د وحشي ژويو ساتنې او تنظيم، د ساتل شويو سيمو او ملي پارکونو رامنځنته کولو او د هغې تنظيم، د ژوند د تنوع ساتنې، د مصنوعي ځنګلونو رامځنته کولو، اوبو تنظيمولو او همدارنګه د ځنګلونو او طبيعي منابعو په برخه کې د څيړنو ترسره کولو په اړه پوهه ولري ترڅو وکولی شي د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو تنظيم په برخه کې د تخصصي کادري غړي په توګه په ټولنه کې شتون ولري.
  2. د مهارتونو په برخه کې: د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو فارغ التحصیل له هغه شخص څخه عبارت دی چې په کافي اندازه په علمي او عملي ډول سره د طبيعي ځنګلونو د ساتنې او د مصنوعي ځنګلونو د رامنځته کولو او د طبيعي منابعو د ساتنې او تنظيمولو او له هغې څخه د دوامداره ګټې اخيستنې په برخه کې د څيړونو ترسره کولو سره بلدتيا ولري، تر څو د ځنګلونو او طبيعي منابعو په برخه کې د هيواد او سيمه ييزو وګړو د اړتیاوو پوره کولو او د ستونزو د حل وړتيا ولري.
  3. د سلوکو په برخه کې: د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو برنامې فارغ التحصیل له هغه شخص څخه عبارت دی چې د دې برنامې په جریان کې يې د زراعت د تخصصي او خپلو مسلکي مضامینو د محتوا د په اړه د پوهې ترلاسه کولو سربيره د هیواد نافذه قوانینو ته احترام، اکاډمیکو اخلاقو، هیواد پالنې، اسلامي فکر او ورته نور ملي، انساني او اخلاقي ارزښتونه ترلاسه کړي وي او دغو ټولو ارزښتونو ته ژمن او د هر ډول تعصب او تبعیض څخه پاک وي.

د اړتياوو د ارزونې موندنې

د محصلینو د نظرونو د تحلیل پایلې ښيي چې د علمي برنامې د مضامینو او تدریس په اړه په اوسط ډول ۷۳.۳۳ سلنه محصلین ډېر موافق، ۲۵.۸۳ سلنه موافق او ۰.۸۰ سلنه بې نظره وو. دا پایله څرګندوي چې د محصلینو له نظره د برنامه تدریسي بهیر، د استادانو مسلکي وړتیا، د تدریسي موادو کیفیت او د محصل‌محورې تدریس پلي کېدل تر ډېره د رضایت وړ دي. همدارنګه، د ارزونې او فیډبک په برخه کې ۷۷.۵۰ سلنه محصلین ډېر موافق او ۲۲.۵۰ سلنه موافق وو، چې د ازموینو د روڼتیا، د تدریس شویو مفرداتو سره د ازموینو د پوښتنو د تړاو او د کورنیو او ساحوي کارونو د پایلو د شریکولو مناسب وضعیت څرګندوي. د علمي ملاتړ او زده کړې چاپېریال په برخه کې په اوسط ډول ۵۸ سلنه محصلین ډېر موافق، ۳۹ سلنه موافق او ۳ سلنه بې نظره وو. دغه پایلې له یوې خوا د استادانو او ادارې د ملاتړ مناسب وضعیت څرګندوي، خو له بلې خوا د کتابتون، معلوماتي ټکنالوژۍ، زده‌کړیز چاپېریال او نورو اساسي زده‌کړیزو سرچینو د لا پیاوړتیا اړتیا هم څرګندوي. د برنامې د عمومي وضعیت په اړه ۵۰ سلنه محصلین ډېر موافق او ۵۰ سلنه موافق وو چې د تدریسي موادو او مضامینو څخه راضي دي. همدارنګه، ۹۰ سلنه ډېر موافق او ۱۰ سلنه موافق وو چې د استادانو او اداري کارکوونکو له چلند څخه راضي دي. د مهارتونو د پیاوړتیا په برخه کې هم ۷۳.۳۳ سلنه ډېر موافق او ۲۶.۶۷ سلنه موافق وو چې برنامه له دوی سره د خپلو مهارتونو په غښتلتیا کې مرسته کړې ده. د محصلینو د استادانو له خوا د نوو تجربو د شریکولو، د علمي سیمینارونو د زیاتولو، د عملي زده کړو د وسایلو د برابرولو، د علمي سفرونو د زیاتولو، په تدریس کې د معاصرې ټکنالوژۍ د زیات استعمال، د محصلینو د ګډون د پراختیا، د اکاډمیک چاپېریال د ښه والي، د عصري کتابتون د جوړولو، د تحقیقې فارم د تجهیز او د محصلینو د هڅونې لپاره د ځانګړو برنامو د جوړولو غوښتنې کړې دي.

د فارغ شویو محصلینو نظرونه څرګندوي چې د ځنګلپوهنې او طبیعي سرچینو علمي برنامه دوی ته د څېړنې، تحلیل، راپور لیکنې، پریزنټېشن جوړولو او استدلال په برخو کې مهم مهارتونه ورکړي دي. همدارنګه، له  GIS او Remote Sensing سره بلدتیا، د ځنګلونو د ساتنې، احداث او استفادې، او د چاپېریال ساتنې اړوند مسلکي پوهه یې د کاري ساحې لپاره ګټوره بللې ده. فارغانو د عملي زده کړو د کمښت، په ځانګړې توګه د فارم او عملي کار لپاره د کافي ځمکې او ساحې د نشتوالي ستونزه هم یاده کړې ده. دوی د مسلکي سیمینارونو، د طبیعي سرچینو د ساتنې او مدیریت روزنو، څېړنیزو مهارتونو، د معلوماتو د تحلیل سافټویرونو او نورو عصري ټکنالوژیو په برخه کې د لا زیاتو روزنیزو برنامو غوښتنه کړې ده. د فارغانو له نظره، د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په برخه کې کاري فرصتونه محدود دي. هغوی وړاندیز کړی چې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د مدیریت اړوند ادارې پیاوړې شي، په ولسوالیو کې مسلکي مدیریتونه رامنځته شي، ساتل شوې سیمې پراخې شي، طبیعي ځنګلونه وساتل شي، مصنوعي ځنګلونه رامنځته شي او مسلکي کادرونه استخدام شي.

د استادانو د نظرونو له تحلیل څخه څرګندېږي چې په تدریسي بهیر کې د  OBE او SCL میتودونو کارول زیات شوي او د ارزونو پر بنسټ په تدریسي سیستم کې د اصلاحاتو هڅې شوې دي. استادانو همدارنګه د محصلینو د عملي تجربو د پیاوړتیا لپاره د څېړنیزو تخنیکونو، نباتي هورمونونو، قلمو، پیوند، ځنګلي سیمو ته علمي سفرونو، کوارډریټونو، GIS، سافټویرونو، څېړنیز لیکلو او APA ماخذ لیکنې په برخو کې د عملي فعالیتونو یادونه کړې ده. سره له دې، استادانو د برق او انټرنېټ کمښت، د لابراتوار او لابراتواري موادو کمښت، د علمي سفرونو کموالی، د عملي زده کړو د وسایلو کمښت او د څېړنې لپاره د کافي ځمکې او ساحې نشتوالی د برنامې له مهمو ستونزو څخه بللي دي.

د ګمارونکو ادارو نظرونه څرګندوي چې د ځنګلپوهنې او طبیعي سرچینو علمي برنامه د تیوریکي پوهې او مسلکي مهارتونو په برخه کې د محصلینو لپاره مناسبه زمینه برابروي او د ټولنې او کار بازار ځینې مهمې اړتیاوې پوره کوي. خو په عملي برخه کې د تخنیکي وسایلو، ماشینونو، سافټویرونو او نورو عصري تجهیزاتو د کمښت له امله ځینې محدودیتونه موجود دي. ګمارونکو ادارو ټینګار کړی چې عملي زده کړو، عصري ټکنالوژۍ، مسلکي سافټویرونو، روزنیزو ورکشاپونو، سیمینارونو، څېړنیزو پروژو او علمي سفرونو ته باید لا زیاته پاملرنه وشي. همدارنګه، هغوی د پوهنتون او اړوندو ادارو ترمنځ د تفاهم‌لیکونو او توأمیتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې او د میلمه استادانو، عملي زده کړو، روزنیزو ورکشاپونو، سیمینارونو، څېړنو او عامه پوهاوي په برخو کې یې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دي.

د دوره یي (PPR)  ارزونې پايلې

پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوې وه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او اکاډميک فعاليتونه د کيفيت د تضمين او لوړوالي له معيارونو سره څومره سمون لري. په همدې تړاو، د لوړو زده کړو محترم وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست، د پوهنتونونو د کيفيت د تضمين آمريت د (۲۹/۱۱۱) ګڼې او د ۰۱/۱۱/۱۴۴۷ هـ.ق نېټې د ليک له مخې، د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې د دوره‌يي بياکتنې (PPR) راپور فیډبک رارسېدلی دی. له نېکه مرغه، ياد راپور مثبت ارزول شوی او د څانګې د علمي او اکاډميکو چارو د لا ښه والي په موخه پکې لاندې لارښوونې او سپارښتنې شوې دي:

  1. په ياده څنګه کې دې په دوامداره توګه دې د استادانو او محصلینو د تحقيق اړوند ظرفيت لوړونې ورکشاپونه او سيمينارونه ترسره شي.
  2. ياده څانګه دې د استادانو او محصلينو له پاره اخلاقي اصولو پاليسي له ځان سره ولري او استادانو او محصلينو ته دې ابلاغ کړي.
  3. ياده څانګه دې د خپلو محصلينو د علمي وړتيا لوړولو له پاره علمي سيرونه زيات کړي.
  4. ياده څانګه دې بايد د مربوطه پوهنځي له لوري په کلني ډول وارزول شي.
  5. يادې څانګې دې د نويو محصلينو د جذب له پاره د عامه پوهاوي سيمينارونه په ټولنه کې زيات کړي.
  6. يادې څانګې له پاره دې د اړتيا وړ تحقيقاتي فارم جوړ شي، تر څو محصلین ورڅخه د علمي سویې لوړولو کې استفاده وکړي.
  7. د يادې څانګې محصلينو ته دې د عملي کارونو او مسلکي تجربو د ترلاسه کولو فرصتونه زيات شي.
  8.  په ياده څانګه کې دې د تدريس پر مهال د برېښنا، انټرنېټ او نورو اړينو تدریسي وسايلو شتون ته پاملرنه وشي.
  9. استادانو ته دې د (OBE-SCL) روشونو د لا ښه والي له پاره ورکشاپونه داير شي.
  10. پوهنتون دې د محصلینو د اړتيا سره سم د يادو څانګو اړوند کتابخانې او لابراتوارونو په غني کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
  11. استادان دې خپلو څېړنيزو پروژو ته وده ورکړي.

ان شاء الله د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې آمريت او استادان هم ژمن دي چې د يو منظم او عملي پلان له مخې خپلې اړوندې سپارښتنې عملي کړي او د څانګې د علمي، اکاډميک او مسلکي پرمختګ لپاره خپلې ټولې شته وړتياوې او امکانات په کار واچوي.

اړوندو ادارو سره د ګډې همکارۍ ساحې

ياده څانګه د کونړ ولايت له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست، چاپېريال ساتنې رياست، سينديزې حوزې رياست، له پېښو سره د مبارزې رياست او ښاروالۍ له اړوندو برخو سره د طبيعي سرچینو د ساتنې، رغونې او دوامدار مدیریت په برخه کې نږدې علمي او تخنيکي همکاري کولای شي. دغه همکاري د ځنګلونو او څړځایونو د سروې او ارزونې، د نباتي پوښښ او حیاتي تنوع د ساتنې، د اوبو سرچینو او ابرېزو د مدیریت، د سېلابونو، ځمکې ښوېدنې او نورو طبيعي پېښو د خطر د ارزونې او کمولو، د اقليمي بدلون د اغېزو د څېړنې، د ښاري شنو ساحو او تفریحي پارکونو د پراختیا، د چاپېریالي ستونزو د پېژندنې او حل، ګډو علمي څېړنو او سروې‌ګانو، د محصلينو د عملي زده‌کړو او کارموندنې د زمينې برابرولو او د اړوندو ادارو د مسلکي ظرفيتونو د لوړولو په برخو کې ترسره کېدای شي. همدارنګه، څانګه کولای شي د ریموټ سېنسنګ او جي‌آی‌اېس په کارولو سره له دغو ادارو سره د طبيعي سرچینو د نقشې جوړونې، څارنې، ارزونې او معلوماتو د تحلیل په برخه کې ګډ فعالیتونه ترسره کړي، څو د علمي معلوماتو پر بنسټ د طبيعي سرچینو د ساتنې او دوامدار مدیریت لپاره اغېزمنې پرېکړې او عملي پلانونه جوړ شي.

د ټولنې په تقویت او د ستونزو د حل په برخه کې د څانګې ونډه

ياده څانګه د مسلکي او علمي کادرونو د روزنې، علمي څېړنو، عملي فعالیتونو او د ټولنې له اړوندو ادارو او خلکو سره د همکارۍ له لارې د ټولنې په تقویت او د هغې د ستونزو په حل کې مهمه ونډه لري. یاده څانګه کولای شي د ځنګلونو او طبيعي سرچینو د تخریب، د څړځایونو د کمزورتیا، د خاورې د تخریب، د نباتي پوښښ د کمښت، د اوبو سرچینو د غیرمنظمې ګټې اخیستنې، د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې، د حیاتي تنوع د له منځه تلو او د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کېدونکو ستونزو لپاره علمي او عملي حل‌لارې وړاندې کړي. همدارنګه، د ځنګلونو او څړځایونو د رغونې او پراختیا، د اوبو او ابرېزو د سم مدیریت، د طبي بوټو او نورو طبيعي سرچینو د دوامدارې ګټې اخیستنې، د وحشي ژوو او ساتل شويو سیمو د ساتنې او د طبيعي پېښو د خطر د کمولو په برخه کې د څېړنو، سروې‌ګانو او عملي پروګرامونو له لارې د ټولنې اړتیاوو ته رسېدنه کولای شي. د څانګې روزل شوي کادرونه د دولتي ادارو، خصوصي سکتور، ملي او نړیوالو مؤسسو او سیمه‌ییزو ټولنو سره په ګډه د طبيعي سرچینو د مدیریت او د چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې فعالیت کوي، چې دا چاره د خلکو د معیشت د پیاوړتیا، د عایداتي فرصتونو د رامنځته کېدو، د چاپېریالي پوهاوي د زیاتوالي او په ټوله کې د ټولنې د دوامدار پرمختګ او پیاوړتیا سبب ګرځي.

د څانګې مهمې لاسته راوړنې

  1. څانګې تر دې مهاله په دولسو دورو کې سلګونه مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې یو شمېر یې په دولتي ادارو، خصوصي سکتور، ملي او نړیوالو مؤسسو او لوړو زده‌کړو بنسټونو کې په خپلو مسلکي برخو بوخت دي.
  2. د څانګې استادانو او محصلینو د کرنې پوهنځي په څېړنیز فارم او ساحوي سیمو کې د ځنګلونو، کاربن جذب، د ځنګلونو د اورلګېدنې، د ځنګلونو د اوسني وضعیت او د نباتي ډولونو په اړه مهمې څېړنې ترسره کړې دي.
  3. د تیوري درسونو ترڅنګ محصلینو ته په څېړنیز فارم او عملي ساحو کې عملي زده‌کړې او ښودنې ترسره شوې، چې د هغوی د مسلکي او عملي مهارتونو په پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی دی.
  4. په تدریسي بهیر کې د OBE او SCL اصولو ته پاملرنه شوې، مسلکي استادان اړوندو مضمونونو ته ګومارل شوي او د پروجکټر او LCD په وسیله د عصري تدریسي اسانتیاوو څخه ګټه اخیستل شوې ده.
  5. د څانګې استادانو په ملي کنفرانسونو کې علمي مقالې لیکلې او وړاندې کړې، او د پوهنتون په کچه یې د څېړنو، علمي لیکنو او نورو علمي موضوعاتو په اړه سیمینارونه هم وړاندې کړي دي.
  6. له محصلینو او د هغوی له استازو سره منظمې ناستې ترسره کېږي، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه راټولېږي او د حل لپاره ورته مناسبې لارې چارې لټول کېږي، چې د تدریسي کیفیت او محصلینو د رضایت په لوړولو کې یې مرسته کړې ده.
  7. څانګې د کیفیت لوړاوي معیارونو ته ځانګړې پاملرنه کړې، اړوند راپورونه یې په خپل وخت له مسؤلو ادارو سره شریک کړي او د علمي چارو معاونیت له خوا د څانګې د فعالیتونو ارزونه په مثبته توګه ترسره شوې ده، چې د څانګې د اداري او اکاډميکو فعالیتونو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.

د اسلامي نظام په استحکام کې د څانګې ونډه

د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو څانګه د اسلامي ارزښتونو او مسلکي پوهې په رڼا کې د ژمنو، بااخلاقه او مسلکي کادرونو په روزنې سره د اسلامي نظام په استحکام او پیاوړتیا کې مهمه ونډه ترسره کوي. یاده څانګه د اخلاص، امانتدارۍ، رښتینولۍ، حساب ورکونې، اسلامي ورورولۍ او ټولنې ته د خدمت له روحیې سره یوځای محصلین د ځنګلونو، اوبو، څړځایونو، وحشي ژوو او نورو طبيعي سرچینو د ساتنې، رغونې او دوامدار مدیریت لپاره روزي، ترڅو وکولای شي د هېواد د طبيعي شتمنیو په سالم مدیریت، د چاپېریال په ساتنه او د خلکو د ستونزو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي. د طبیعي سرچینو ساتنه او له هغو څخه معقوله او دوامداره ګټه اخیستنه د عامه شتمنیو د ساتنې، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا، د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو او د چاپېریالي ستونزو د کمولو سبب ګرځي، چې دا ټول د خلکو د هوساینې او د نظام د خدمتونو د اغېزمنتیا له مهمو بنسټونو څخه دي. په دې توګه، څانګه د علم، مسلکي تخصص او اسلامي اخلاقو په لرلو سره داسې کادرونه ټولنې او دولتي ادارو ته وړاندې کوي چې د خپل هېواد، نظام او خلکو د خدمت په موخه د طبیعي سرچینو د ساتنې، د ټولنې د ستونزو د حل او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره عملي او اغېزمنه ونډه واخلي.

د څانګې اړتیاوې او د اړوندو بنسټونو ونډه

د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو څانګې د لا پیاوړتیا لپاره د پوهنتون، ولایت مقام، ذیربطو ادارو او ټولنې ګډ ملاتړ ته اړتیا لري. پوهنتون دې د يادې څانګې د تدریس، څېړنې، لابراتوارونو، عملي وسایلو، کتابونو او ساحوي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې او پیاوړې کړي. ولايت محترم مقام دې څانګې او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ زمینه برابره او د طبیعي سرچینو اړوندو پروژو او فعالیتونو کې د څانګې له علمي ظرفیت څخه ملاتړ وکړي. اړونده ادارې دې  څانګې د محصلینو لپاره د کارموندنې، عملي زده‌کړو او ساحوي څېړنو زمینه برابره او له څانګې سره ګډې علمي او تخنیکي پروژې ترسره کړي. ټولنه دې د ځنګلونو او طبيعي سرچینو په ساتنه کې همکاري وکړي او خپلې ستونزې او اړتیاوې له څانګې سره شریکې کړي، ترڅو د علمي څېړنو او عملي فعالیتونو له لارې ورته مناسبې حل‌لارې وموندل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

BACK TO NEWS