نوښتگرو محصلينو ته د مصنوعي ځيرکتيا په هکله معلوماتي سېمينار وړاندې شو
ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري ترتيب شوی ؤ، د پنځهگونو پوهنځيو نوښتگرو محصلينو ته د پوهنتون په مسلکي پرمختيا مرکز کې وړاندې شو، چې پرمهال يې د ياد پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام د موضوع په تړاو محصلينو ته هر اړخيز او ارزښتمن معلومات وړاندې کړل. نوموړي له محصلينو سره د مصنوعي ځيرکتيا د پېژندنې، ډولونو، سالمې کارونې، فرصتونو، زيانونو او اغېزو په هکله تفصيلي معلومات شريک کړل. په پای کې د محصلينو پوښتنو ته د سېمينار وړاندې کوونکي استاد له لوري هم لازم ځوابونه ورکړل شول.
