پوهنتون رييس د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۳۳
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه.

ياده ناسته کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف په گډون د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې مسؤلينو برخه لرله.

د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د يادې کمېټې خدمتونه او هڅې وستايلې او د معروفاتو اقامې او منکراتو د ازالې او همداراز د اسلام په مبارک دين کې د دعوت او ارشاد پر مقام او تاريخي سلسله تفصيلي خبرې وکړې.

د دعوت او ارشاد آمر د خپلې وينا پر مهال پر نوي طرزالعمل رڼا واچوله او د کېمټې مسؤلين يې خپلو کارونو ته ځير کړل.

يادې کمېټې مسؤلينو د پوهنتون له رييس سره په اړونده برخه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل، چې د پوهنتون مشرتابه له لوري ورته د ستونزو د حل او غوښتنو او وړانديزونو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

د پوهنځيو رييسانو، مرستيالانو او د څانگو آمرينو ته د مکافاتو، تشویقي مواردو او مجازاتو چارو د تنظيم لارښود په هکله د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ. په پيل کې د مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۳:۵۷
Background image

د مننې او مبارکۍ پیغام!

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري، د جهادي مدرسې مشرتابه په گډو هڅو او د کونړ ولایت قدرمن والي صاحب د وړانديز په اساس د کونړ او نورستان د متدينو او مجاهدو ولسونو د علمي قشر له‌پاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۴۳
Background image

د کمپيوټرساينس پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام، د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS