د دقيقې احصايې را ټولولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت هيئت کونړ ولايت ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۳۵
SJAU

ياد پلاوي د راتلونکي ۱۴۰۳ مالي کال د بودجې ترتيب لپاره د استادانو، محصلينو، اداري او خدماتي کارکوونکو او مصارفاتي وسايلو او وسايطو د دقيقې احصايې معلومولو په پار دې ولايت ته سفر وکړ.

له پوهنتونونو د دقيقې احصايې راټولولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د يادې احصايې راټولولو په برخه کې يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، چې د راغلي هيئت مشر او د مالي او حسابي رياست مالي آمر صفي الله اخوندزارده ترې مننه وکړه.

ټاکل شوي پلاوي د دې کاري سفر په ترڅ کې د پوهنتون له مشرتابه سره تر کتنې وروسته د اداري برخې له منسوبينو سره ناسته وکړه او همداراز يې د پوهنتون ځينې برخې له نږدې وليدې.

راغلي پلاوي د مسؤلينو او محصلينو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه چې د حل په موخه به يې د وزارت له محترم مقام سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۲۵
Background image

د کرنې پوهنځي محصلينو علمي سفر پای ته ورسېد

داچې علمي سفرونه د بېلابېلو سيمو د خلکو د کلتورونو او افکارو تبادلې او مسلکي پوهې زیاتوالي په برخه کې ډېر مهم دي نو د ياد پوهنتون کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت ۲۶ تن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۳
Background image

د پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته وکړه

ياده کاري ناسته، چې پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ وشوه؛ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۲۸
Background image

پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته اصلاحي بيان وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د کونړ ولايت امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رييس مفتي محمد ياسين حق‌پرست د(سيرت او صورت. . .

BACK TO NEWS