د روان سمستر نهايي ازموینې به د حمل مياشتې پر دويمه نېټه پيل شي، دا پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو کړنلارې له مخې، د پوهنتون په رهبري شورا کې وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۳:۲۸
SJAU

ياده ناسته چې نن ورځ د پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ ترسره شوه په کې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او د پوهنځيو ريیسانو گډون درلود، چې د روان سمستر ازموينو ته د چمتووالي او د نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د ناستې په پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب اړوند مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې د اصولو او مقرراتو سره سم دې راتلونکې ازموینه واخلي او د دې پروسې دې جدي څارنه وکړي.

د بحث په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې د روان سمستر نهايي ازموینې به ۱۴۴۵/۹/۱۱ هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۱/۲ هـ . ش نېټه پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسير ختم او دُعاء وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د قرآن کریم د ترجمې او تفسير دوره چې د رمضان المبارک مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وه، نن ورځ يې د ياد آمريت مبلغ مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۰
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال له لوري د ادارې برخې د حاضرۍ څارنه او کنټرول وشو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د اداري کارکوونکو حاضري کنټرول کړه او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې د حاضرۍ کتاب بايد پر خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې. . .

BACK TO NEWS