د شرعياتو پوهنځي استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې شوې

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۲:۳۸
SJAU

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو مرستيال پوهنوال دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپلو خبرو کې د استادانو له لوري په ترسره شويو څېړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د نورو پوهنځيو استادان دې هم د خپلو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره پرخپل وخت شريکې کړي.

غونډې ته د ياد پوهنځي دوه تنو استادانو پوهنمل دوکتور محمد سليم کريمزي او پوهنيار حميدالله ماموندزي په خپل وار د تر سره کړو څېړنو پایلې د پرېزېنټېشن په بڼه له گډونوالو سره شريکې کړې او د هغوی پوښتنې يې هم ځواب کړې. ياده غونډه چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS