د لوړو زده‌ کړو وزارت په رهبرۍ د جهان خصوصي پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون درېيم مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۶:۵۰
SJAU

دغه داخلي کنفرانس چې«افغانستان دوامداره پرمختیار لپاره مصنوعي ځيرکتیا څخه د گټې اخيستنې داخلي- څېړنيز کنفرانس» تر سرليک لاندې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي-څېړنيزو مقالو په کې د هېواد په کچه د کيفيت او کميت له پلوه درېيم مقام خپل کړ.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو له کبله په ټوله کې د لوړو زده‌ کړو سرتاسري لويې علمي کورنۍ ته او په ځانگړي ډول د دې پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل او محصلينو ته مبارکي وايي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په ملي کنفرانسونو کې د پام‌وړ مقام خپلوي، تر دې وړاندې هم په دا وړ څلورو داخلي کنفرانسونو کې لومړی او په گڼو نورو کې يې د پام‌وړ مقامونه خپل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په دغه داخلي کنفرانس کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهنوال دوکتور سيد اصغر هاشمي او د دې پوهنتون نږدې شل تنو استادانو برخه اخيستې وه، چې د يوولسو څېړنيزو مقالو په وړاندې کولو سره يې درېيم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د زراعت پوهنځي استادانو ته د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو په هکله د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د پوهاوي دغه سيمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنځي د رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي له لوري وړاندې شو، برخه‌والو ته يې د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو مطابق د علمي، اداري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په تړاو د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت له پلان سره سم د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

دغه سيمينار چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۴۱
Background image

د زراعت پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د ۱۰۰ کرنيز کاروبارونه په کتاب کې ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرنيزو کاروبارونو د غوره او عملي طرحو جوړولو او د محصلينو د سوداگريزو وړتياوو د پياوړتيا په موخه د کرنې پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د (۱۰۰ کرنيز. . .

BACK TO NEWS