د لوړو زده‌ کړو وزارت په رهبرۍ د جهان خصوصي پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون درېيم مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۶:۵۰
SJAU

دغه داخلي کنفرانس چې«افغانستان دوامداره پرمختیار لپاره مصنوعي ځيرکتیا څخه د گټې اخيستنې داخلي- څېړنيز کنفرانس» تر سرليک لاندې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي-څېړنيزو مقالو په کې د هېواد په کچه د کيفيت او کميت له پلوه درېيم مقام خپل کړ.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو له کبله په ټوله کې د لوړو زده‌ کړو سرتاسري لويې علمي کورنۍ ته او په ځانگړي ډول د دې پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل او محصلينو ته مبارکي وايي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په ملي کنفرانسونو کې د پام‌وړ مقام خپلوي، تر دې وړاندې هم په دا وړ څلورو داخلي کنفرانسونو کې لومړی او په گڼو نورو کې يې د پام‌وړ مقامونه خپل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په دغه داخلي کنفرانس کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهنوال دوکتور سيد اصغر هاشمي او د دې پوهنتون نږدې شل تنو استادانو برخه اخيستې وه، چې د يوولسو څېړنيزو مقالو په وړاندې کولو سره يې درېيم مقام خپل کړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۷
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS