د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو
د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال له ځینو غیرې ضروري مصارفو او ناسمو رواجونو څخه د ډډه کولو په تړاو حکمونه په کې راغلي دي، په همدې اړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پوهاوي سېمينار دایر شو. دغه سېمينار چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي عابدالله عمر له لوري وړاندې شو او د نصوصو په رڼا کې يې د اسراف او تبذير په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې کړل.
د يادونې وړه ده چې د ياد فرمان په درېيمه ماده کې راغلي چې((په ځينو سیمو کې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د مبارکۍ او ستړې مشۍ په مناسبت د سیمې د خلکو او راغلو او رابلل شويو مېلمنو ته درنده مېلمستيا او خيرات برابرول او همداراز لوړ بيه تحفې خلکو ته ورکول ضروري رواج گرځېدلی دی چې له يوه پلوه کوم شرعي حيثيت نهلري او له بله پلوه د زيات لگښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا د تأخير سبب گرځېدلی دی، له همدې امله بايد ټول حجاج او معتمرين له یادو مصارفو او زيان اړوونکو رواجونو څخه ډډه وکړي)).
