د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

Abdullah Saeed
Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
SJAU

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال له ځینو غیرې ضروري مصارفو او ناسمو رواجونو څخه د ډډه کولو په تړاو حکمونه په کې راغلي دي، په همدې اړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پوهاوي سېمينار دایر شو. دغه سېمينار چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي عابدالله عمر له لوري وړاندې شو او د نصوصو په رڼا کې يې د اسراف او تبذير په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې کړل.

د يادونې وړه ده چې د ياد فرمان په درېيمه ماده کې راغلي چې((په ځينو سیمو کې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د مبارکۍ او ستړې مشۍ په مناسبت د سیمې د خلکو او راغلو او رابلل شويو مېلمنو ته درنده مېلمستيا او خيرات برابرول او همداراز لوړ بيه تحفې خلکو ته ورکول ضروري رواج گرځېدلی دی چې له يوه پلوه کوم شرعي حيثيت نه‌لري او له بله پلوه د زيات لگښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا د تأخير سبب گرځېدلی دی، له همدې امله بايد ټول حجاج او معتمرين له یادو مصارفو او زيان اړوونکو رواجونو څخه ډډه وکړي)).

Latest news

Wed, Aug 05 2026 3:09 PM
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

Mon, Aug 03 2026 10:35 AM
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS