د پوهنتون او ديني جامعې اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور ليکنې او د کلنيو اجراآتو د ارزونې فورمونو په اړه روزنيز ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۷
SJAU

دغه دوه ورځنی روزنيز ورکشاپ چې د لوړو زده‌کړو وزارت د لارښوونې له مخې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د مالي او اداري معاونيت په نوښت د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون او د عبدالله بن عباس ؓ  دیني جامعې اداري آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانېسته کې د ياد پوهنتون مالي او اداري مرستيال حافظ مولوي محمد عثمان سعيد د ښه راغلاست ترڅنگ، په مرکز کابل کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د مالي او اداري مرستيالانو لپاره د داير شوي ورکشاپ محتوی او د خپل گډون په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې مهم موضوعات او معلومات له گډونوالو سره شريک کړل. نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې د ياد روزنيز ورکشاپ له اړتيا او ارزښت څخه يادونه وکړه او زياته يې کړه چې گډونوال دې له دې فرصت څخه د خپلې اداري پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي.

د ورکشاپ په ترڅ کې د عملي کار ترڅنگ، د وړاندې کوونکي استاد له لوري د کلني کاري پلان، راپور ليکنې او د مامورينو کلنيو اجراآتو د ارزونې فورمونو په تړاو هراړخيز معلومات وړاندې شول او همداراز يې د موضوع په هکله د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د زراعت پوهنځي استادانو ته د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو په هکله د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د پوهاوي دغه سيمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنځي د رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي له لوري وړاندې شو، برخه‌والو ته يې د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو مطابق د علمي، اداري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په تړاو د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت له پلان سره سم د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

دغه سيمينار چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۴۱
Background image

د زراعت پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د ۱۰۰ کرنيز کاروبارونه په کتاب کې ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرنيزو کاروبارونو د غوره او عملي طرحو جوړولو او د محصلينو د سوداگريزو وړتياوو د پياوړتيا په موخه د کرنې پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د (۱۰۰ کرنيز. . .

BACK TO NEWS