د پوهنتون او ديني جامعې اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور ليکنې او د کلنيو اجراآتو د ارزونې فورمونو په اړه روزنيز ورکشاپ داير شو
دغه دوه ورځنی روزنيز ورکشاپ چې د لوړو زدهکړو وزارت د لارښوونې له مخې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د مالي او اداري معاونيت په نوښت د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون او د عبدالله بن عباس ؓ دیني جامعې اداري آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله.
د ورکشاپ په پرانېسته کې د ياد پوهنتون مالي او اداري مرستيال حافظ مولوي محمد عثمان سعيد د ښه راغلاست ترڅنگ، په مرکز کابل کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د مالي او اداري مرستيالانو لپاره د داير شوي ورکشاپ محتوی او د خپل گډون په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې مهم موضوعات او معلومات له گډونوالو سره شريک کړل. نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې د ياد روزنيز ورکشاپ له اړتيا او ارزښت څخه يادونه وکړه او زياته يې کړه چې گډونوال دې له دې فرصت څخه د خپلې اداري پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي.
د ورکشاپ په ترڅ کې د عملي کار ترڅنگ، د وړاندې کوونکي استاد له لوري د کلني کاري پلان، راپور ليکنې او د مامورينو کلنيو اجراآتو د ارزونې فورمونو په تړاو هراړخيز معلومات وړاندې شول او همداراز يې د موضوع په هکله د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
