د ښوونې او روزنې پوهنځي ۳۴۸ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۱:۴۴
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه د يوې لويې شاندارې غونډې په ترڅ کې ۳۴۸ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.

۹ مه، جمادی الاول، ۱۴۴۵ هـ . ق

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د مالي او اداري چاري مرستيال قاري رحمن الله صادق، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پرانیستونکې وینا وکړه او فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپله وینا کې فارغېدونکي محصلين مخاطب کړل، چې اوس تاسو د مسؤليتونو پړاو ته داخل شوئ، نو ټولنې ته د خدمت په برخه کې خپل مسؤليت په پوره ايماندارۍ او صداقت سره ادا کړئ.

نوموړي فارغانو او د هغوی کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ، فارغېدونکي محصلين لا نورو لوړو زده کړو ته وهڅول.

ياده غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS