سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په مشرۍ؛ پوهنتون د ستراتيژيک پلان بورډ غړو ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۲
SJAU

په ياده کاري ناسته کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او پوهنتون د ستراتيژيک پلان بورډ غړو گډون درلود چې په کې د پوښتنپاڼو او چک لېستونو ترتيب، له اړوندو سکتورونو سره د ناستو او د نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

پيل کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال د ښه راغلاست ترڅنگ؛ ستراتيژيک پلان جوړونې د راتلونکو پړاوونو په تړاو د بورډ غړو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

ورپسې ټاکل شويو کمېټو غونډې ته د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل او پر اړوندو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

غونډه د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۲۱
Background image

پوهنتون کې د ځنگلونو، اوبو او هوا د پېژندنې او ارزښت په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري او د کرنې پوهنځي په همکارۍ د ځنگلونو، اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۳۳
Background image

پوهنتون کې د نیالگیو کښېنولو کمپاین پیل شو

یاد کمپاین چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت تر چتر لاندې د چاپېریال ساتنې عمومي کمېټې او خدماتو آمريت په گډو هڅو د نږدې(۶۰۰) نيالگيو په کښېنولو سره پیل شو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په ملتيا د يادې څارنې په ترڅ کې پوهنتون د غونډو. . .

BACK TO NEWS