سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د سيرت النبي ﷺ تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۴۱
SJAU

ياد سېمينار چې د محصلانو چارو معاونيت په نوښت جوړ شوی ؤ په کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ وويل: د مسلمان په توگه پر موږ  ټولو لازمه ده، د خپل خوږ نبي ﷺ د ژوندانه په اړه پوره معلومات ولرو، چې دا پر اسلام مبارک دين او قران کريم حقيقي پوهېدنه ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د داسې علمي سېمينارونو لړۍ به جاري وساتي.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو هر یو: پوهندوی عطاءالله عصامي(له بعثت څخه مخکې د رسول الله ژوند)، پوهنمل نورالحق حليمي(له بعثت څخه وروسته تر هجرته د رسول الله ژوند) او پوهنيار خانزاده حنفي(له هجرت څخه وروسته د رسول الله ژوند)؛ تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

په پای کې غونډه د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف له لوري په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغانستان د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وځلېد

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پوهنتونونو د هر اړخيزې ارزونې او کيفيت سنجونې د پايلو له مخې، سيد جمال الدین افغاني پوهنتون د خپلې هوښيارې او لرليد لرونکې رهبرۍ، ژمن او هڅاند اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

BACK TO NEWS