سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د سيرت النبي ﷺ تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۴۱
SJAU

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ وويل: د مسلمان په توگه پر موږ  ټولو لازمه ده، د خپل خوږ نبي ﷺ د ژوندانه په اړه پوره معلومات ولرو، چې دا پر اسلام مبارک دين او قران کريم حقيقي پوهېدنه ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د داسې علمي سېمينارونو لړۍ به جاري وساتي.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو هر یو: پوهندوی عطاءالله عصامي(له بعثت څخه مخکې د رسول الله ژوند)، پوهنمل نورالحق حليمي(له بعثت څخه وروسته تر هجرته د رسول الله ژوند) او پوهنيار خانزاده حنفي(له هجرت څخه وروسته د رسول الله ژوند)؛ تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

په پای کې غونډه د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف له لوري په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د اقتصاد پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د اقتصاد پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې په اقتصادي برخه کې له اسلامي لارښوونو سره سم د پاليسيو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د عاليې او عالمیې مرحلو د کلنيو ازموينو مديره هيئت د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ مشورتي ناسته وکړه

په کونړ ولايت کې د عاليې او عالمیې مرحلو د کلنۍ ازموينې مديره هيئت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي رئيس په مشرۍ د يادې ازموينې د لا ښه تنظیم او غوره مديريت په موخه مشورتي ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د څېړنيز فارم ځمکې په پراخوالي، کرنيز لابراتوار په تهيې او. . .

BACK TO NEWS