له زراعت پوهنځي ۶۳ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۳:۱۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له څلورو ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زده‌کړو وروسته په دولسمه دوره کې(۶۳) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو په کې برخه لرله.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي په پرانیستونکې وینا کې د فارغېدونکو محصلينو کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنگ هغوی ته ډاډ ورکړ چې بچيان يې پر اسلامي روحيه او د مسلکي پوهې پر گاڼه سمبال روزل شوي دي.

ورپسې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن فارغانو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او هغوی يې لا نورو لوړو تخصصي زده‌کړو ته وهڅول. نوموړي په خپلو خبرو کې هېوالوالو ته ډاډ ورکړ، چې د تېر پر تله د پوهنتونونو درسي کيفيت ښه شوی او د دې پوهنتون استادانو په پوره اخلاص دا فارغان په ديني او عصري زده‌کړو سمبال روزلي چې کولای شي د هېواد په پرمختگ کې رغنده رول اداء کړي.

غونډې ته د کونړ ولايت د چاپېريال ساتنې رييس ډاکټر محمد رحمن صابر او فارغېدونکو محصلينو په استازۍ سميع الله ماموند هم ويناوې وکړې. پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته غونډه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS