پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د چارو پر چټکتيا او همغږۍ ټينگار وشو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۴۳
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ تر سره شوه؛ د پوهنتون مرستيالانو او اداري برخې آمرينو په کې گډون درلود.

په دغه کاري ناسته کې د ترانسپورت، په چارو کې سلسله مراتب مراعتول، اداري کارمندانو ترمنځ د ښې همغږۍ او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون رييس د يادو موضوعاتو په هکله اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او همداراز يې د ناستې له ټولو گډونوالو وغوښتل چې د خپلو مسؤليتونو د اجراء په برخه کې د نظام نافذه اصول په بشپړ ډول مراعت کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS