پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د چارو پر چټکتيا او همغږۍ ټينگار وشو
ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ تر سره شوه؛ د پوهنتون مرستيالانو او اداري برخې آمرينو په کې گډون درلود.
په دغه کاري ناسته کې د ترانسپورت، په چارو کې سلسله مراتب مراعتول، اداري کارمندانو ترمنځ د ښې همغږۍ او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.
د پوهنتون رييس د يادو موضوعاتو په هکله اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او همداراز يې د ناستې له ټولو گډونوالو وغوښتل چې د خپلو مسؤليتونو د اجراء په برخه کې د نظام نافذه اصول په بشپړ ډول مراعت کړي.