پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۸
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په مشرۍ تر سره شوه په کې د مالي او اداري معاونيت اړوند آمرينو، عمومي او اجراييه مديرانو برخه لرله.

په دې کاري ناسته کې په کارونو کې اخلاص او چټکتيا، د انټرنېټ سالمه کارونه، له مراجعينو سره نېکه رویه او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون مالي او اداري مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

غونډه د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د څېړنيز فارم ځمکې په پراخوالي، کرنيز لابراتوار په تهيې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۴۴
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې استاد پوهنمل شېرازخان رشيدي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د درملو فارماکولوژيکي شکلونو ارزونه او د هغوی د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د عصري ټکنالوژۍ پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او هغوی. . .

BACK TO NEWS