پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د زراعت پوهنځي يو تن استاد د علمي ترفېع په موخه د موضوع د ثبت پروپوزل مطرح شو، چې له يو لړ اصلاحاتو وروسته د تاييد وړ وگرځېد او همداراز پرېکړه وشوه چې د روان کال په هره ربعه کې دې د پوهنتون علمي کادر غړو ته د تالیف او ژباړې په برخه کې روزنيز ورکشاپ داير شي. د علمي څېړنو او مجلو مرستيال د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې په اړوندو چارو کې له پوره دقت او ځيرتيا څخه کار واخلي او ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۴
Background image

پوهنتون د علمي چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاون قاضي عبدالهادي فضلي د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د نصاب، پلان او پاليسۍ، تضمین کیفیت، او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال د معاونيت له اړوندو اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د معاونيت له اړوندو اداري او خدماتي کارکوونکو سره په چارو کې د لا ښې همغږۍ او پياوړې همکارۍ په. . .

BACK TO NEWS