پوهنتون د یوې غونډې په ترڅ کې ممتاز محصلین وستایل

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۳۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو هغه محصلین چې د تېر سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون په کچه د ممتاز محصل مقام خپل کړی ؤ، د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

په همدې مناسبت د ياد پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت او پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو عمومي کمېټې په هلوځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه پلاوي سربېره په کې د کونړ ولايتي ادارو مسؤلينو، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې تقوا، دوامدارې هڅې او مسلکي‌والی د برياليتوب او پرمختگ اساسي شرطونه ياد کړل او محصلينو ته يې د دې ستر وياړ له امله چې د پوهنتون د ممتازو محصلينو مقام يې خپل کړى، مبارکي وويله.

مراسمو ته د کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د ولايت مقام د دفتر رييس مولوي محمد امين حقپرست، د ارشاد، حج او اوقافو رييس الحاج مولوي محمد رحيم مذهبي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مولوي عبدالولي مارشال، کونړ ولايت استناف محکمې د عامه امنيت د دېوان مفتي شيخ رحمت الله په خپلو ويناوو کې محصلين وهڅول چې په راتلونکي کې تر دې ډېرې لاسته راوړنې او نوښتونه ولري او ياد مراسم ممتازو محصلینو ته د ستاينليکونو پر وېش او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د تنوير خصوصي پوهنتون له مسؤلينو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د تحصيلي نظام په پياوړتيا کې د خصوصي پوهنتونونو پر ارزښت او اهميت خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۰
Background image

پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

نن ورځ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ازموينو عمومي کمېټې د غړو په ملتيا د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

محصلینو ته په ځان باور او اعتماد او انگېزه څه ده؟ تر سرليک لاندې سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی معلوماتي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو. . .

BACK TO NEWS