کونړ والي د يوه پلاوي په ملتيا له پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۹:۳۹
SJAU

کونړ والي د يوه پلاوي په ملتيا له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې ترڅنگ په يوه ستره غونډه گډون او وينا وکړه.

ياده غونډه چې د پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه، د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي او ورسره مل پلاوي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رییس شيخ عبدالمالک محسن، کابل د تعليم او تربيې پوهنتون رييس شيخ الحدیث سيد بشيرآغا هاشمي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او گڼو محصلينو په کې برخه لرله، غونډې ته مشرانو د خپلو ویناوو پر مهال علم او پوهه د هېواد او ټولنې د ابادۍ لپاره مهم وبلل او ځوانانو ته یې په زده کړه‌ییزو او نورو دنیایي چارو کې د اسلامي لارښوونو د عملي کولو په تړاو لارښوونې وکړې.

پیل کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او ورپسې د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه په خپله وينا کې ځوانان د هېواد راتلونکی یاد کړل او له محصلینو یې وغوښتل چې په دیني او وطنۍ مینه خپلې خاورې ته خدمت وکړي.

غونډې ته د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپله وينا کې محصلين متوجه کړل چې په لوړه روحيه، ديني جذبه او د علامه افغان سيدجمال الدين رحمه الله د افکارو په رڼا کې خپلې زده کړې وکړي چې د هېواد ځورېدلي ولس ته د ښه خدمت جوگه شي. ياده غونډه کابل د تعليم او تربيې پوهنتون رييس شيخ الحدیث سيد بشيرآغا هاشمي له لوري په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۵
Background image

د شرعياتو پوهنځي پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي يو ورځنی سېمينار داير شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي اړوند پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي یو ورځنی سېمينار داير شو، چې د ياد پوهنځي رئيس مولوي سراج الدين عمر منصور، د څانگ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د فرهنگي چارو له مرکزي کمېټې سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د فرهنگي چارو له مرکزي کمېټې سره ناسته وکړه، چې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم او د يادې کمېټ. . .

BACK TO NEWS