د پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۶
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د اند علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال تر ښه راغلاست وروسته د راغلو مقالو په اړه د کتنپلاوي غړو ته معلومات وړاندې کړل. ياد پلاوی چې د بېلابېلو علومو استادان يې برخه‌وال دي له علمي او تخنيکي کار وروسته به د کتل شويو مقالو پایلې د مجلې له مديره هيئت سره شریکې کړي. د يادونې وړ ده چې په ورته مهال کې د ياد معاونيت د مسؤلينو په نوبتي ناسته کې د پوهنتون نړۍوال علمي ژورنال لپاره د علمي بورد غړي تاييد شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۳
Background image

د ځنگلونو ارزښت، ساتنې، ورپېښو گواښونو او د حل لارو چارو تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې په نوښت جوړه شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او محصلانو په کې برخه لرله. په پيل کې د زراعت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۰
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۵۱
Background image

محصلینو ته په ځان باور او اعتماد او د محصل ژمنليک په تړاو د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی تشرېحي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په. . .

BACK TO NEWS