د پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Thu, Feb 12 2026 10:16 AM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د اند علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال تر ښه راغلاست وروسته د راغلو مقالو په اړه د کتنپلاوي غړو ته معلومات وړاندې کړل. ياد پلاوی چې د بېلابېلو علومو استادان يې برخه‌وال دي له علمي او تخنيکي کار وروسته به د کتل شويو مقالو پایلې د مجلې له مديره هيئت سره شریکې کړي. د يادونې وړ ده چې په ورته مهال کې د ياد معاونيت د مسؤلينو په نوبتي ناسته کې د پوهنتون نړۍوال علمي ژورنال لپاره د علمي بورد غړي تاييد شول.

Latest news

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

Sun, May 31 2026 1:42 PM
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS