د پوهنتون استادانو ته د(اس پي اس اس) سافټوير کارونې په اړه روزنيز ورکشاپ پيل شو
دغه درې ورځنی ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري جوړ شوی دی، د پنځهگونو پوهنځیو استادانو په کې برخه لري.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د برنامې اهميت او ارزښت بيان کړ او هغه يې د نوي عصر مهمه غوښتنه او جدي اړتيا وبلله. نوموړي استادانو ته لارښوونه وکړه چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي او همداراز يې له برخهوالو وغوښتل، چې په فعال گډون سره له ورکشاپ څخه پوره گټه واخلي. ياده دې وي چې د دې درې ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به د پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنمل عمران رفيق له لوري د(SPSS) سافټوير کارونې په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې شي او همداراز به د گډونوالو پوښتنو او عملي کار ته هم کافي وخت ځانگړی شي.
