د پوهنتون استادانو ته د(اس پي اس اس) سافټوير کارونې په اړه روزنيز ورکشاپ پيل شو

Abdullah Saeed
Sat, Mar 07 2026 1:30 PM
SJAU

دغه درې ورځنی ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري جوړ شوی دی، د پنځه‌گونو پوهنځیو استادانو په کې برخه لري.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د برنامې اهميت او ارزښت بيان کړ او هغه يې د نوي عصر مهمه غوښتنه او جدي اړتيا وبلله. نوموړي استادانو ته لارښوونه وکړه چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي او همداراز يې له برخه‌والو وغوښتل، چې په فعال گډون سره له ورکشاپ څخه پوره گټه واخلي. ياده دې وي چې د دې درې ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به د پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنمل عمران رفيق له لوري د(SPSS) سافټوير کارونې په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې شي او همداراز به د گډونوالو پوښتنو او عملي کار ته هم کافي وخت ځانگړی شي.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

Sun, Sep 20 2026 3:21 PM
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

Sun, Sep 20 2026 3:07 PM
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS