د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټپي شویو محصلینو پوښتنې په موخه، کونړ ولایت ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۴۳
SJAU

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د پاکستاني رژیم په توغندیزو بریدونو کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټپي شویو محصلینو د پوښتنې پر مهال، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون علمي شورا کې، چې د کونړ ولایت امنیې قومندان مولوي ضياءالحق حامد، د پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود، پر سید جمال الدین افغاني پوهنتون د پاکستان توغندیز بریدونه په کلکو ټکو وغندل او ویې ویل چې الله تعالی دې په یادو بریدونو کې د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول او ټپیانو ته عاجله او کامله شفاء ورکړي.

دغه راز محترم شیخ صاحب وویل چې افغانانو نوې ساه اخیستې، د خپل اسلامي نظام او ملک جوړولو، د علم او اقتصاد پرمختګ ته متوجه شوي دي، ځکه دښمنان ستونزې ورته جوړوي.

د لوړو زده کړو وزیر په خپلو خبرو کې وویل د پاکستان له لوري زموږ د ماشومانو، ښځو، محصلینو او بې ګنا ملکي وګړو شهیدانول او ټپیانول نه په شرعیت کې جواز لري او نه هم په هغو نړیوالو قوانینو کې، چې دوی احترام ورته لري.

محترم شیخ صاحب وویل: «نور دې افغانان خلک نه ازمویي، افغانانو شهادتونه او زخمونه لیدلي او ورسره عادت دي، په دې بریدونو خپل هوډ او حوصله له لاسه نه ورکوي.» او زیاته یې کړه چې موږ کمزوري نه یو او له دښمن څخه به وخت ته په کتو غچ اخلو.

د لوړو زده کړو وزیر د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له مسؤلینو او استادانو وغوښتل چې خپل علمي بهیر فعاله وساتي، خپلو درسونو ته دوام ورکړي او په درسونو کې ځنډ رانولي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د پاکستان پوځي رژيم له لوري پر کونړ ولایت او سید جمال الدین افغاني پوهنتون توغندیز بریدونه وکړل، چې ۳۰ تنه محصلین پکې ټپیان او د پوهنتون چاپېریال ته پکې پراخ مالي زیانونه واوښتل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۷
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS