د زراعت پوهنځي محصلينو ته د چاپېريال ساتنې اهميت، پر وړاندې يې ستونزې او حل لارې تر سرليک لاندې د پوهاوي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۶
SJAU

ياد يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د سېمينار په ترڅ کې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل محيب الله صافي له لوري د اسلام له نظره د چاپېريال ساتنې اهميت او ارزښت، چاپېريال د ککړتيا لاملونه، چاپېريال ته ورپېښې ستونزې، د چاپېريال ساتنې فردي او ټولنيز مسؤليتونه، چاپېريالي ستونزو د حل لارې چارې او نور بېلابېل موضوعات په پوره ډول تشرېح شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته د چاپېريال ساتنې اهميت، پر وړاندې يې ستونزې او حل لارې تر سرليک لاندې د پوهاوي سېمينار داير شو

ياد يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د سېمينار په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

د روان تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به د جوزا پر ۱۱مه نېټه پيل شي

ياده پرېکړه د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د رالېږل شوې طرحې له مخې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د دندې موندنې او معياري سي وي جوړولو په هکله يو ورځنی معلوماتي سېمينار دایر شو

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، د څلورم ټولگي لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

پيل کې د زراعت پوهنځي. . .

BACK TO NEWS