حضوري زده کړو د پیل په هکله غونډه ترسره شوه

sjau_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۲:۱۴
sjau

داچې د لوړو زده کړووزارت د لارښوونو سره سم درسونه په حضوري توګه پیل شوی دي نو دپوهنتون مشرتابه پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري علمي ،محصلانو او اداري مرستیالانو ته لارښوونې وکړې چې داستادانو د تدریسي موادو ، علمي پروګرامونو ، دیپارتمنتونو او پوهنځيو کې داستادانو او محصلانو حضور ، دمحصلانو نظم او دسپلین او نورو اړونده چارو کې د اسانتیاو برابرلو او همدارنګه د لیلیې د تنظیم ، حفظ او مراقبت ، خدماتو ، ابرساني او ټولګيو برابرولو کې اړین تدابیر ونیسي .
دپوهنتون رئیس د قدرمنو محصلانو څخه هیله څرګنده کړه چې د عامي روغتياوزارت له لوري دکرونا وبا څخه د مخنیوي په موخه شوې لارښوونې عملي کړي د ګڼې ګوڼې ځایونو څخه ځان وساتي ، په درسي خونو کې فاصله مراعات کړي او صنف ته د داخلېدو پر وخت باید ماسک له ځانه سره ولري .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS