محصلينو ته د جهادي مدرسې مشر اصلاحي بيان وکړ
د کونړ سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته د دې ولايت د جهادي مدرسې مشر له لوري اصلاحي بيان وشو.
کونړ ولايت د جهادي مدرسې مشر شيخ الحديث رحمت دين مدني چې د پوهنتون په دعوت رابلل شوی ؤ، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او د دعوت او ارشاد آمر له لوري ورته ښه راغلاست وويل شو.
د ماښام تر لمانځه وروسته شيخ الحديث رحمت دين مدني د عبادت اهميت او ارزښت او منکراتو د ازالې او اصلاح پر موضوعاتو تفصيلي بيان وکړ چې دياد پوهنتون سلګونو محصلينو په کې برخه لرله.