کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د افغانستان د سیاحتي جاذبو په ملي کنفرانس کې پنځم مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۱:۱۷
SJAU

ياد ملي کنفرانس چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري په بدخشان پوهنتون کې جوړ شوی ؤ، د هېواد په کچه بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو مقالې وراستولې وي، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مقالو په کې پنځم مقام خپل کړ.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداره د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو په پار په ټوله کې افغان ولس او په ځانگړي ډول د پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل ته مبارکي وايي.

د يادونې ده چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون به د ۱۴۰۳ ل کال په بهير کې د نورو لويو دولتي پوهنتونونو په څېر د يو ملي کنفرانس کوربه‌توب وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS