د اتم سمستر محصلينو ته يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۰:۱۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اتم سمستر محصلینو ته د(مونوگراف ليکنې نوي لارښود پېژندنه) تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمینار داير شو چې د ياد لارښود په رڼا کې د مونوگراف ليکنې اړوند ټول موضوعات وار په وار تشريح شول.

ياد روزنیز سېمینار د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري وړاندې شو چې د نوموړي پوهنځي لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف په خپلو خبرو کې د علمي څېړنو او مجلې له معاونيت څخه د مننې ترڅنگ د ياد سېمينار پر دایرېدو خوښي وښوده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS