د اتم سمستر محصلينو ته يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
Wed, Jul 10 2024 10:16 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اتم سمستر محصلینو ته د(مونوگراف ليکنې نوي لارښود پېژندنه) تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمینار داير شو چې د ياد لارښود په رڼا کې د مونوگراف ليکنې اړوند ټول موضوعات وار په وار تشريح شول.

ياد روزنیز سېمینار د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري وړاندې شو چې د نوموړي پوهنځي لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف په خپلو خبرو کې د علمي څېړنو او مجلې له معاونيت څخه د مننې ترڅنگ د ياد سېمينار پر دایرېدو خوښي وښوده.

Latest news

Thu, Jul 11 2024 9:32 AM
Background image

د پوهنتون رييس له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې محصلينو ته د محاکمو اصول او پروسيجر تر سرليک لاندې سېمينار داير شو.

د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د عملي زده‌کړو په موخه د حقوقي کليک په چوکاټ کې د. . .

Wed, Jul 10 2024 3:33 PM
Background image

پوهنتون رييس د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه.

ياده ناسته کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف په گډون د محصلينو. . .

Wed, Jul 10 2024 10:16 AM
Background image

د اتم سمستر محصلينو ته يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اتم سمستر محصلینو ته د(مونوگراف ليکنې نوي لارښود پېژندنه) تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمینار داير شو چې د ياد لارښود په رڼا کې د. . .

BACK TO NEWS