کونړ والي د يوه پلاوي په ملتيا له پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۹:۳۹
SJAU

کونړ والي د يوه پلاوي په ملتيا له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې ترڅنگ په يوه ستره غونډه گډون او وينا وکړه.

ياده غونډه چې د پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه، د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي او ورسره مل پلاوي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رییس شيخ عبدالمالک محسن، کابل د تعليم او تربيې پوهنتون رييس شيخ الحدیث سيد بشيرآغا هاشمي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او گڼو محصلينو په کې برخه لرله، غونډې ته مشرانو د خپلو ویناوو پر مهال علم او پوهه د هېواد او ټولنې د ابادۍ لپاره مهم وبلل او ځوانانو ته یې په زده کړه‌ییزو او نورو دنیایي چارو کې د اسلامي لارښوونو د عملي کولو په تړاو لارښوونې وکړې.

پیل کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او ورپسې د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه په خپله وينا کې ځوانان د هېواد راتلونکی یاد کړل او له محصلینو یې وغوښتل چې په دیني او وطنۍ مینه خپلې خاورې ته خدمت وکړي.

غونډې ته د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپله وينا کې محصلين متوجه کړل چې په لوړه روحيه، ديني جذبه او د علامه افغان سيدجمال الدين رحمه الله د افکارو په رڼا کې خپلې زده کړې وکړي چې د هېواد ځورېدلي ولس ته د ښه خدمت جوگه شي. ياده غونډه کابل د تعليم او تربيې پوهنتون رييس شيخ الحدیث سيد بشيرآغا هاشمي له لوري په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون جديدالشمول محصلينو ته د محصلانو معاونیت له لوري د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS