پوهنتون کې د شهيد محصل فاتحه واخيستل شوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د ليليې په مسجد کې د شهيد محصل امان الله فاتحه واخيستل شوه او هم يې پاک روح ته د ایصال ثواب په موخه د قرانکريم ختم وشو.

د فاتحې او ختم په يادو مراسیمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو گډون کړی ؤ. د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نوموړي محصل شهادت يوه ستره ضايع وبلله او د شهيد کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او خواخوږو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل. د قرانکريم له ختم وروسته د شهيد روح د خوشحالۍ لپاره دُعاوې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۱۴
Background image

پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته د کونړ ولايت د جهادي مدرسې مهتمم له لوري اصلاحي بيان وشو

ياد ولايت د جهادي مدرسې مهتمم ته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د اصلاحي پروگرامونو په لړ کې بلنه ورکړل شوې وه؛ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري ورته . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د يوې غونډې په ترڅ کې د ترسره شویو څېړنو پایلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې کړې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره شريکې  شوې، چې په مراسمو کې يې د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۱۹
Background image

پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ ناسته وکړه، چې د راتلونکې ازموینې د روڼتیا او لا معياري کېدو په برخه کې د اړینو. . .

BACK TO NEWS