پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۱۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ ناسته وکړه، چې د راتلونکې ازموینې د روڼتیا او لا معياري کېدو په برخه کې د اړینو تدابیرو د نیولو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د محصلانو چارو مرستيال د ازموینو عمومي کمېټې د تېرو کړنو او فعالیتونو له امله ستاينه او مننه وکړه چې له کبله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوې دي. نوموړي همداراز د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ټاکل شويو اصولو او مقرراتو او د پوهنتون له داخلي طرزالعمل سره سم دې د راتلونکو ازموینو له پروسې څخه جدي څارنه وکړي.

د ازموینو عمومي کمېټې ډاډ وښود چې په منظم ډول به د ازموینو د اخیستلو له بهیر او صحنو څخه څارنه وکړي او له اصولو سره سم به ازموینې واخلي. یاده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS