د څلورمو ټولگيو محصلينو ته په ساينسي علومو کې د څېړنې او مونوگراف ليکنې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۳۵
SJAU

دغه روزنیز سېمینار چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند د څېړنو کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د څلورمو ټولگيو لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي د مونوگراف ليکنې پر اړتيا، ارزښت او اهميت خبرې وکړې او ترې وروسته د بيولوژي څانگې آمر پوهنيار فضل معبود عادل د موضوع په تړاو چمتو شوي معلومات وار په وار تشريح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د څلورمو ټولگيو محصلينو ته په ساينسي علومو کې د څېړنې او مونوگراف ليکنې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

دغه روزنیز سېمینار چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند د څېړنو کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د څلورمو ټولگيو لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د ښوونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۶
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د پروان پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«د افغانستان په وده او پراختیا کې د معیاري تحصیلي نصاب ونډه» تر سرليک لاندې په پروان پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۳:۴۸
Background image

پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور؛ د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د پوهنځيو تدریسي چارې وارزولې او اړوند. . .

BACK TO NEWS