د څلورمو ټولگيو محصلينو ته په ساينسي علومو کې د څېړنې او مونوگراف ليکنې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
Sun, Oct 19 2025 11:35 AM
SJAU

دغه روزنیز سېمینار چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند د څېړنو کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د څلورمو ټولگيو لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي د مونوگراف ليکنې پر اړتيا، ارزښت او اهميت خبرې وکړې او ترې وروسته د بيولوژي څانگې آمر پوهنيار فضل معبود عادل د موضوع په تړاو چمتو شوي معلومات وار په وار تشريح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS