د الحق المبين کتاب سيالۍ په ازموينه کې د برخهوالو محصلينو د پام وړ
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د انسجام او همغږۍ آمريت له لوري په پلان شوې د الحق المبين کتاب په سيالۍ کې يې ازموينه ورکړې ده، خبر ورکول کېږي؛ چې د يوې غونډې په ترڅ کې سبا د يکشنبې په ورځ چې د 6/عقرب/1403 هـ .ش يا د 24/ربيع الثاني/1446 هـ .ق له نېټې سره سمون لري، د ماسپښين پر 1:30 بجه د ياد پوهنتون اړوند په سالارباغ کې د يادې سيالۍ نتايج اعلان شي، ټول برخهوال محصلان دې خبر وي.