د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د جوازه نه لرونکي(شرعیاتو) پوهنځي له فارغانو څخه د سویې د تثبیث ازموینه واخیستل شوه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۴:۵
SJAU

د لوړو زده کړو وزارت څخه د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د ريیس په مشرۍ راغلي پلاوي د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د رهبرۍ او استادانو په ملتیا د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د جواز نه لرونکي شرعیاتو پوهنځي څه له پاسه(۴۰۰) فارغانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، چې بریالي ګډونوال به یې د تحصیلي اسنادو ترلاسه کولو په موخه جواز لرونکو لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو ته معرفي شي.

ازموینې د پیل په مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب راغلي پلاوي او د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ؛ فارغانو ته ازموينې د پوره نظم ساتلو سپارښتنه وکړه.

لوړو زده کړو وزارت، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ريیس استاد شاکر الله وحيدي وويل: دا ازموينه د ځانګړي طرزالعمل په رڼا کې په پوره شفافيت سره اخيستل کېږي چې حق به حقدار ته وسپارل شي.

غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزيابۍ رييس انجينير سيد اسماعيل روحاني او د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې مؤسس استاد زاهد هم په خپل وار خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده؛ هغه خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه، پوهنځي، ديپارتمنتونه، دويمې او درېیمې شعبې چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا یې د فعالیت جواز نه درلود، د ا.ا.ا د ریاست الوزرا قدرمن مقام د حکم پر اساس یې فعالیت بند شوی او برحاله محصلان یې جواز لرونکو لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو ته تبدیل شوي او له فارغانو یې د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل کېږي، چې تر بریالیتوب وروسته به د جواز لرونکو لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو له لارې د فراغت اسناد ورکول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۱
Background image

پوهنتون کې محصلينو ته د کار موندنې له معیاري مېتودونو سره د بلدتیا په موخه د سېمينارونو لړۍ پيل شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ د مسلکي پرمختيايي مرکز له لوري د څلورمو ټولگيو محصلينو ته د(سي وي) ليکلو او چمتو کولو، د دندې لټون سايټونو معرفي کولو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۴۰
Background image

پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د ناسمو رواجونو مخنیوي په هکله نوی توشيح شوی فرمان تشريح شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلينو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان په اړه د پوهاوي سېمينار داير شو.

د پوهنتون رييس شيخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

دعوت او ارشاد کمېټې د پوهنتون رييس په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د دعوت او ارشاد کمېټې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه چې په کې د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS