د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د تنوير لوړو زده کړو له خصوصي مؤسسې څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۳:۴۶
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب؛ کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه د ليدنې په ترڅ کې د محصلانو د مونوګرافونو دفاع په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس په ګډون د ياد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رييس مولوي سراج الاسلام، د نوموړې مؤسسې استادانو او محصلانو برخه لرله.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلانو، د هغو کورنيو او په ځانګړي ډول د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې مشرتابه ته مبارکي وويله او محصلان يې لا نورو لوړو زده کړو ته وهڅول.

نوموړي فارغېدونکي محصلان مخاطب کړل چې هېواد د ودې او ابادۍ لپاره له اخېستل شوې روزنې او تر لاسه کړو وړتياوو کار واخلي.

ورپسې د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رييس مولوي سراج الاسلام په خپلو خبرو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رهبري پلاوي له ورتګ د مننې تر څنګ وويل چې دا د نوموړې مؤسسې د دوه ګونو(حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد) پوهنځيو لسمه دوره فارغېدونکي کادرونه دي چې د ټولنې خدمت ته يې وړاندې کوي.

د يادو مراسمو په څنګ د دواړو تحصيلي بنسټونو مشرتابه پلاوو د پسرلني سمستر له ازموینو ليدنه او څارنه هم وکړه.

ياده دې وي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري په کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده کړو له خصوصي مؤسسې څخه په دوامداره توګه ليدنې او له فعاليتونو يې څارنه کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د پوهنځيو د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د اقتصاد پوهنځي رئيس له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه د پوهنځيو رئيسانو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک. . .

BACK TO NEWS