د مقاله ليکنې سيالۍ خبرتيا!

Abdullah Saeed
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په پام کې لري، چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په هکله د(۱۷مه) گڼه فرمان د ښه تطبيق او پوهاوي په موخه د پېنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ترمنځ د مقاله ليکنې سيالۍ په لاره واچوي او په دغه سيالۍ کې به له لومړي مقام څخه تر پېنځم مقام پورې غوره مقاله ليکونکو ته ډالۍ هم ورکړل شي. د يادې سيالۍ لپاره د مقالو سپارلو وخت د ۱۴۰۵ لمريز کال حمل مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه پيل او د ثور مياشتې تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام ولري. گرانو محصلينو، تاسو کولی شئ خپلې مقالې په اړوند پوهنځي کې د څېړنو فرعي کمېټې ته وسپارئ.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴
Background image

د برحاله محصلینو د پام وړ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون خپلو ټولو گرانو محصلینو ته خبر ورکوي چې د روان سمستر درسي بهير له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په عادي ډول جريان لري، نو ټول محصلين دې خـپل درسونه په منظم ډول . . .

بازگشت به اطلاعیه ها