د ملي بيرغ ورځې په اړه د مبارکۍ پېغام!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه او رهبري د هېواد وياړلي ملي بيرغ د ورځې د رارسېدو په پار ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايي.
د لوی څښتن له درباره څخه د خپل ملي بيرغ تر سیوري لاندې ټولو هېوادوالو ته د هوسا او سوکاله ژوند هيله کوو.
افغانستان دې سرلوړې وي
زمونږ ملي بيرغ دې تل رپانده وي.