کتاب لوستنې سيالۍ ته د نومليکنې خبرتيا!
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت پلان لري، چې د کتابتون عمومي مديريت په چوکاټ کې د کتاب لوستنې سيالي ترسره کړي، په دغې سيالۍ کې به درېيو لومړنيو گټونکو ته ډالۍ هم ورکول کېږي، د پېنځهگونو پوهنځيو ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې په سيالۍ کې د گډون په پار سر له نن څخه تر(۲۲/۰۱/۱۴۰۵ هــ . ش مطابق ۲۴/۱۰/۱۴۴۷ هـــ . ق) نېټې پورې د کتابتون عمومي مديريت ته د نومليکنې په موخه مراجعه وکړي او د سيالۍ په اړه به نور معلومات په ياد مديريت کې درسره شريک شي.
