پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
SJAU

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

پيل کې د پوهنتون علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي د خپلې وينا پر مهال د يادو سېمينارونو اهميت او ارزښت بيان کړ او په پوهنتونونو کې يې د دا ډول علمي پروگرامونو دايرېدل مهم او گټور وبلل.

ياد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنيار مفتي محمد وسيم حبيبي د ا.ا.ا د مشرتابه عالي مقام د ۱۷مه گڼه فرمان په رڼا کې د(ناسمو رواجونو مخنيوي) او کونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو آمر مولوي محمدعامر حسن د(محمدي بيرغ ارزښت) تر سرليکونو لاندې پر ټاکل شويو موضوعاتو علمي سېمينارونه وړاندې کړل.

د يادو علمي سېمينارونو وړاندې کوونکو شيوخو کرامو استادانو د ځوان نسل په سالمه روزنه او فکري بيدارۍ ټينگار وکړ او برخه‌وال يې مخاطب کړل چې د غربي رسنيو زهرجنو تبليغاتو پر وړاندې په کلکه مبازه وکړي او همداراز يې د ټولنې په ټولو اقشارو غږ وکړ چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په برخه کې خپل مسؤليت په پوره معنا سره اداء کړي. ياد سېمينارونه چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوي وو، د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی مولوي عطاءالله عصامي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ميلاد النبي ﷺ په مناسبت علمي سېمينار واندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريتونو په همغږۍ د مبارک ميلاد په مناسبت د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد ﷺ. . .

BACK TO NEWS