پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول
د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.
پيل کې د پوهنتون علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي د خپلې وينا پر مهال د يادو سېمينارونو اهميت او ارزښت بيان کړ او په پوهنتونونو کې يې د دا ډول علمي پروگرامونو دايرېدل مهم او گټور وبلل.
ياد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنيار مفتي محمد وسيم حبيبي د ا.ا.ا د مشرتابه عالي مقام د ۱۷مه گڼه فرمان په رڼا کې د(ناسمو رواجونو مخنيوي) او کونړ ولايت د تخنيکي او مسلکي زدهکړو آمر مولوي محمدعامر حسن د(محمدي بيرغ ارزښت) تر سرليکونو لاندې پر ټاکل شويو موضوعاتو علمي سېمينارونه وړاندې کړل.
د يادو علمي سېمينارونو وړاندې کوونکو شيوخو کرامو استادانو د ځوان نسل په سالمه روزنه او فکري بيدارۍ ټينگار وکړ او برخهوال يې مخاطب کړل چې د غربي رسنيو زهرجنو تبليغاتو پر وړاندې په کلکه مبازه وکړي او همداراز يې د ټولنې په ټولو اقشارو غږ وکړ چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په برخه کې خپل مسؤليت په پوره معنا سره اداء کړي. ياد سېمينارونه چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوي وو، د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی مولوي عطاءالله عصامي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.
